Aao Bhalai Ki Taraf

Book Name:Aao Bhalai Ki Taraf

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا واقعه زمونږ د پوهه کولو د پاره بيان کړے شوه۔۔۔!! زمونږ سره هم شيطان هُم داسې کوي، اوس مونږ پۀ دُنيا کښې يُو نو د اخرت خوند، د هٰغه ځائے د نعمتونو قدر او قيمت مونږ ته نۀ دے معلوم ، دُنيا راته مخامخ ده، دا راته ډيره ښه ښکاري، شيطان مونږه پۀ دُنيا کښې اخته کړي او د اخرت نه مو محرومه کړي۔   * رَمَضَانُ المُبَارَک شريف تشريف راوړي، بيا شيطان مونږه پۀ دُنيا دارۍ کښې اخته کړي چې * رَمَضَانُ المُبَارَک شريف هُم د ګټې سيزن دے، که اوس ګټه ونکړې نو بيا به يـې کله کوې * اختر راروان دے، د اختر خرچې خو هم پوره کول دي * نـمونځ به وکړم، الله پاک دې بس هُم دا قبول کړي، داسې قِسمه خبرې راته راښائي او شيطان مونږه د نيکو نۀ لرې باسي او پۀ دُنيا کښي مو اخته کوي خو افسوس چې مونږه د دۀ پۀ خبرو کښې راځو او رَمَضَانُ المُبَارَک شريف هم پۀ غفلتونو کښې تيروو۔ کاش چې مونږه د دې شيطاني وسوسو نه بچ شو او ټول رَمَضَانُ المُبَارَک شريف پۀ نيکو کښې پۀ تيرولو او هُم پۀ نيکو پسې پۀ نيکئ کولو کښې مصروف شو۔

يو ډير قيمتي نصيحت

د الله پاک ډير ښکلے اِرشاد مبارک دے، فرمائي:

قُلْ اِنَّمَاۤ اَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍۚ- (پارہ:22، سورۀ  سبا:46)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايه: زۀ تاسو ته يو نصيحت کووم۔

يعنې دا صِرف يو نصيحت دے او دومره د کمال او بے مثله نصيحت دے چې پۀ دې يو نصيحت باندې عمل کول د انسان د پاره کافي دي۔ نصيحت څۀ دے؟ فرمائي:

اَنْ تَقُوْمُوْا لِلّٰهِ (پارہ:22، سورۀ سبا:46)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې تاسو د الله د پاره ودريږئ۔

يعنې اے خلقو۔۔۔!! د غفلت د خوب نه رابيدار شئ! او د الله پاک د رضا د پاره