Aao Bhalai Ki Taraf

Book Name:Aao Bhalai Ki Taraf

باندې چې د الله پاک پۀ لار کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([1]) * کوم کَس چې د الله پاک د رضا د پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو خوا له د ښار طرفونو ته لاړ شي، پۀ حديثِ پاک کښې د هغه د  پاره د جنّت زيرے راغلے دے۔ ([2]) راځئ چې د ترغيب د پاره تاسو ته يو مَدَني سپرلے بيان کړم۔

مونږ خو بَس د دعوتِ اِسلامي شو

يو اِسلامي ورور وائي چې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د عامو زلمو پۀ شان پۀ غفلت کښې ژوند تيرولو، سندرې سازونه اوريدل زما د خوښې کارونه وو د کومو د پاره چې ما يو ريډيو هم اخستے وو، زما بخت څۀ داسې رابيدار شو چې يوه ورځ زمونږ علاقې ته يو څو اِسلامي وروڼه يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې د تيرولو د پاره راغلل، پۀ هغوئي کښې يو اِسلامي ورور ما ته پۀ دې ديني کار کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، ځکه زۀ هم د يو څو دوستانو سره د هغوئي سره شامل شوم، د واپس راتللو پۀ وخت يو اِسلامي ورور مونږ ته د هفته وارې اجتماع دعوت راکړو نو مونږ عرض وکړو: که ياد وو راته نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ضرور به شرکت کوو۔

بهر حال مونږ پۀ اجتماع کښې شرکت وکړو، هلته هم د هٰغه اِسلامي ورور سره ملاقات وشو چا چې مونږ ته د اجتماع دعوت راکړے وو، هغۀ دومره پۀ ښو اخلاقو ميلاؤ شو چې بس مونږ خو د دعوتِ اسلامي شو۔ زما خو چې لکه د ژوند انداز بدل شو، د نـمونځونو پابندي مې نصيب شوه، د سندرو ځائے نعت شريف واخستو، مخ مې پۀ ګيره ښائسته کړو او عمامه مې پۀ سر کړه او داسې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راغلم۔

عطائے حبیبِ خدا دینی  ماحول                                                                                      ہے فَیضانِ غوث ورضا دینی  ماحول


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356 خلاصۃً۔

[2]... معجم اوسط،جلد:1، صفحہ:472، حدیث:1743۔