Book Name:Aao Bhalai Ki Taraf
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د انسان اصلي قيمت۔۔۔!! الله پاک زمونږه قيمت جنَّت ښودلے دے * جنَّت د کوم يوه ملغلره چې دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي، د دې ټولو نه زيات قيمتي او بهتره ده * هٰغه جنَّت چرته چې صرف عيش دے * هٰغه جنَّت چرته چې صرف او صرف نعمتونه دي * هٰغه جنَّت چرته چې غټ غټ محلونه دي * هٰغه جنَّت چرته چې د الله پاک رحمتونه نازليږي * بلکې هٰغه جنَّت چرته چې به د الله پاک ديدار نصيب کيږي۔ داسې د عظمتونو والا جنَّت زمونږ د پاره جوړ کړے شوے دے، بيا که مونږه د دې جنَّت پۀ مقابله کښې پۀ دُنيا دارۍ کښې اخته شو، جنَّت ته بوتلونکي کارونه پريږدو او صرف پۀ دُنيا ښه کولو، د دُنيا د ګټلو، تر دې چې د عزت، دلته پۀ فاني شهرت پسې شو نو ووايئ چې آيا دا مونږه د خپل اَشرَفُ الـمخلوقات کيدلو صحيح استعمال وکړو۔۔۔!! وه مو نۀ کړو۔
يو بزرګ رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: زۀ وړوکے ماشوم ووم، هٰغه وخت دومره ډير نۀ پوهيدم، يو ځل والِد صاحب ما له د سپينو زرو ګوتمه راوړله۔ ما هٰغه ګوتمه پۀ ګوته کړه او بهر لاړم۔ زما سره يو ټګ يعنې دوکه باز کَس ميلاؤ شو۔ د هغۀ سره ګوړه وه۔ هغۀ څۀ وکړل چې لږه شان ګوړه يـې زما پۀ ژبه باندې کيښودله، ما چې وَڅَکله نو خوږه وه۔ بيا هغۀ ووئيل: خپله دا ګوتمه ژبې له وروړه! ما چې ګوتمه ژبې له وروړله نو ظاهره ده چې د هغې خو څۀ خوند نۀ وو۔ بيا هٰغه دوکه باز انسان ووئيل: ګوره زويه۔۔۔!! زما سره چې کوم څيز دے، دا ډير خوږ دے، ستا سره چې کوم څيز دے، پۀ دې کښې هيڅ خوند نشته،لهذا تۀ خپله دا ګوتمه ما له راکړه! او دا خوږه ګوړه تۀ واخله۔۔۔!! داسې هٰغه دوکه باز زۀ دوکه کړم او زما نه يـې د ګوړې پۀ بدل کښې ګوتمه يوړله۔ ([1])