Book Name:Aao Bhalai Ki Taraf
بھائیو! بہنو! کرو سب نیکیوں پر نیکیاں پڑ گئے دوزَخ پہ تالے، قید میں شیطان ہے
بھائیو! بہنو! گُنَاہوں سے سبھی توبہ کرو خُلد کے دَر کھل گئے ہیں داخِلہ آسان ہے([1])
د رَمَـضَانُ الـمُبَارَک شريف پينځم اهم عبادت دے: اِعتکاف۔ نفلي اِعتکاف خو هر وخت کيدے شي خو کوم اِعتکاف چې سنّتِ مُؤَکَّدہ عَلَی الْکِفَایہ دے، هغه صرف پۀ رَمَـضَانُ الـمُبَارَک شريف کښې کيږي۔ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د ټول رَمَـضَانُ الـمُبَارَک شريف اِعتکاف کول هم ثابت دي او د اخرۍ عشرې اِعتکاف خو زمونږه د آقا و مولیٰ، تاجدارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوښ وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اخرۍ عشرې د اِعتکاف ډير اهتمام فرمائيلو۔([2])
د اِعتکاف په فضيلت باندې دوه حديثونه
*د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه، طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے: مَنْ اِعْتَکَفَ اِیْمَاناً وَ اِحْتِسَابًا غُفِرَ لَہٗ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِہٖ يعنې چا چې د ايمان په حالت کښي د ثواب حاصلولو پۀ نيت اِعتکاف وکړو د هغۀ وروستني ګناهونه به اوبخښلے شي۔ ([3]) * پۀ يو بل حديثِ پاک کښې يـې فرمائيلي دي: چا چې پۀ رَمَـضَانُ الـمُبَارَک شريف کښې لس ورځې اِعتکاف وکړو هغۀ داسې دے لکه چې دوه حجونه او دوه عمرې يـې وکړې۔ ([4])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ
! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوت اسلامي پۀ