Book Name:Aao Bhalai Ki Taraf
ټوله دنيا کښې د نيکۍ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، د رَمَضَانُ المُبَارَک د فيضان موندلو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هُم مضبوط کړئ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د نګرانۍ لاندې پۀ ټوله دنيا کښې پۀ زرګونو ځايونو کښې اجتماعي اِعتکاف هم کولے شي، تاسو هم کوشش وکړئ چې د روژې د ټولې مياشتې د اِعتکاف سعادت حاصل کړئ! بلکې پۀ عالمي مَدَني مرکز فيضانِ مدينه (کراچۍ) کښې اِعتکاف وکړئ! چې هلته به مو د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د وخت د يو کامِل وَلي سره د اِعتکاف کولو سعادت نصيب شي نو د دې برکتونه به هُم جدا وي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ رَمَـضَانُ الـمُبَارَک شريف کښې به د ګناهونو نه د بچ کيدو، د نيکو کولو، د نفل عبادتونو شوق زياتيدو سره سره ډير عِلمِ دِين هم زده کړئ۔
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! رمضان شریف مونږ ته خپل ډير بزرګان رايادوي. مثلاً *په دريم رمضان شریف زمونږ د خوږ آقا، مکی مدنی مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږې او نازولې شهزادګئ خاتُونِ جنّت حضرت سیدہ فاطمۃ الزہرا رَضِىَ اللهُ عَـنْها یومِ وِصَال دے، اَلْحَـمْـدُ لِلّٰه! هغه ډير اوچت شان والا ده، خوږ آقا، مکی مدنی مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغې ته د خپل ځيګر ټکړه وئيلې ده.([1]) او د هغې ډير فضائل يـې بیان کړي دي.
دُخْترِ مصطفےٰ سیدہ فاطمہ! زوجۂ مرتضیٰ سیدہ فاطمہ!
صالحہ، پارسا سیدہ فاطمہ! طیبہ طاہرہ سیدہ فاطمہ!