Aao Bhalai Ki Taraf

Book Name:Aao Bhalai Ki Taraf

ہرگھڑی رحمت بھری ہے ہرطرف ہیں بركتیں               ماہ  رمضاں رحمتوں اور  بركتوں كی كان ہے([1])

عبادت ته به يې ملا کلکه تړله

د مسلمانانو خوږه مور جانه، حضرت عائشه صِدِّيقه طيبه طاهِره رَضِیَ اللهُ عَنْہا فرمائي: چې کله به رَمَضَانُ المُبَارَک شريف تشريف راوړلو نو خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عبادت ته ملا تړله۔ ([2])

اِمام نَوَوِي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: عبادت ته د ملا تړلو معنیٰ دا ده چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به عام وختونو کښي څومره عبادت کولو نو پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک شريف کښې به يـې د هغې نه زيات عبادت کولو۔ ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! دا زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے د چا چې هر يو عمل عبادت دے بلکې رښتيا خبره خو دا ده چې د هغوئي اداګانې اختيارول پۀ حقيقت کښې عبادت دے۔ د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو سعت، يو سيکنډ هم داسې نشته کوم چې مَعَاذَ الله! فضول تير شوے وي، د دې باوجود به رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک شريف کښې عبادتونه زياتول۔ دا زمونږ د پاره سبق دے، مونږ له هم پکار دي چې کله رَمَضَانُ المُبَارَک شريف تشريف راوړي، نو بس عبادت ته ملا کلکه وتړو۔ د دې پۀ برکت باندې به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا هم ښه شي او اخرت به مو هم ښه شي۔

آگیا  رمضاں عبادت پر كمر  اب  باندھ  لو                                          فیض لے  لو جلد كہ دن تیس  كا مہمان  ہے([4])

مالِک ډير کريم دے

حضرت وَهب بن مُنبه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بني اسرائيلو يو کَس وو، ډير عبادت ګزار


 

 



[1]... ؟؟؟ ۔

[2]... شُعَبُ الْایمان، جلد:3 ، صفحہ:310 ، حدیث:3624۔

[3]... فیض القدیر ،جلد:5 ، صفحہ:168 ، تحت الحدیث:6680۔

[4]... ؟؟؟ ۔