Book Name:Bardasht Sunnat e Ambiya Hai
وي، او دا خبره (يعنې نظر د اسبابو نه د اړول او مُسَبِّبُ الْاَسْبَاب ته کول) د کامِل ايمان نخښه ده، ځکه يـې وفرمائيل: د صبر او تحمل سره د ښۀ وخت انتظار کول افضل عبادت دے. ([1])
حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها کومه چې د خپل وخت ډيره نيکه کامِله وَلِيّه ده، ډيره د اوچتې مرتبے والا ده، يو ځل ناڅاپه د چرته نه خخته راپريوتله او د هغې سر پرې ولګيدو، سر يـې مات شو، وينه ترينه روانه شوه.
اوس دلته چې کله داسي موقع وي نو بنده هئ، هو خو کوي، د درد نه ډک اواز خو د خُلې نه ځي خو کمال ته وګورئ! د دې الله والو تعلق ته وګورئ د الله پاک سره يـې څومره مضبوط تعلق وو، د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها سر پۀ خخته باندې ولګيدو، سر يـې مات شو، وينه ترينه بهيدله خو هغې پۀ دې باندي هيڅ منفي تاَثُّر (ري ايکشن Reaction) ورنکړو. چا ترينه پوښتنه وکړه: آيا تاسو ته تکليف اونه رسيدو؟ اوئې فرمائيل:
خخته راپريوتې ده نو د الله پاک پۀ اراده باندې، زما سر پرې ولګيدو نو هم د الله پاک پۀ اراده باندې يعنې د خختې راغورځيدل دا خبره بيانوي چې د الله پاک اراده زما متعلق وشوه ، پۀ دې خبره باندې زه دومره خوشحاله شوم چې د تکليف طرف ته مې هډو پام نشو. ([2])
جِے سَوہْنَا مِیْرِے دُکْھ وِچْ رَاضِی تَے میں سُکْھ نُوں چُلّے پَاوَاں
وضاحت: که چرې الله پاک ته دا منظوره وي چې زۀ پۀ ازميښت کښې يم، بيا زما