Bardasht Sunnat e Ambiya Hai

Book Name:Bardasht Sunnat e Ambiya Hai

تسلي ورکوونکے آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د زدکړې يوه بَله خبره عرض کوم، عام طور چې کله انسان پۀ سخته کښې وي...!! مثلاً * پۀ کاروبار کښې نقصان وشي * غلا وشي * پۀ څۀ کار کښې ناکامه شي * پۀ سکول کښې فيل شي * يو مضمون مو فيل شي *پۀ څۀ معامله کښې مشکلات راشي. دلته اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقانِ رسول د نيکۍ دعوت ورکوي، پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوي، بعضې وخت پۀ دې لاره کښې مشکلات راځي * د خلقو پيغورونه اوريدل وي، اوس پۀ داسې موقع باندې څۀ کيږي؟ خلق مونږ له تسلي راکوي، مثلاً * وګوره وروره! مشکلات د ژوند حصه ده * مۀ ويريږه، هُم د سختې سره اسانۍ وي * پۀ زړۀ دا غم مۀ اخله! الله پاک به خير کړي.

خو دلته معاملې ته وګورئ! تکليف خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته رسيدلے دے، خلق ترينه انکار کوي، آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خواهش لري چې خلق کلمه ووائي او د جنَّت حقدار جوړ شي خو خلق اُلټا ګستاخيانې کوي، دلته د عام دستور مطابق پکار خو دا وه چې چا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له تسلي ورکړے وے خو قربان شم! دا ټولو ته د تسلۍ ورکولو والا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، دا زړونو ته اُميد ورکوونکے کريم دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زړۀ نه دومره مطمئين دے چې شهزادګۍ صاحبې له تسلي ورکوي چې لورې ويريږه مۀ! زما زړۀ هم مطمئين دے، تۀ هم مطمئين اوسه! دا سخت وخت دے، تير به شي، بيا به الله پاک اِسلام ته غلبه او عروج عطا کړي.

د ښۀ وخت  انتظار هم عبادت دے

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا چې د زړۀ کوم اطمينان او سکون دے، افسوس