Book Name:Bardasht Sunnat e Ambiya Hai
پۀ حديثِ پاک کښې دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د مؤمِن حال عجيبه دے، د هغۀ هم ټوله معامله د خير والا ده، کله چې هغۀ ته خوشحالي ميلاؤيږي نو په شُکر کولو ثواب ګټي، چې کله پرې مشکل، پريشاني، مصيبت راشي نو په صبر کولو ثواب ګټي. ([1])
چُپْ رِہ سِیْں تَا مَوتِی مِلْ سَنْ، صَبْر کَرِیْں تَا ہِیْرے
پَاگَلَاں وَانْگُوْں رَوْلَا پَاوِیْں، نَہ مَوْتِی نَہ ہِیْرے
وضاحت: که چرې پۀ تکليفونو باندې د خاموشۍ سره صبر کوې نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به هم ميلاؤيږي او انعام به هم، او که د بے صبرۍ نه دې کار واخستو نو تکليف تلل خو څه کے بلکې اُلټا به ثواب هم د لاس نه لاړشي .
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه حديثِ پاک واوريدو، اَفْضَلُ الْعِبَادۃِ اِنْتِظَارُ الْفَرْجِ يعنې د ښۀ وخت انتظار کول افضل عبادت دے.
د حيرانتيا خبره ده، دې انتظار ته افضل عبادت ولې وه وئيلے شو؟ امام ترمذي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې لوئي ايمان تازه کوونکے حکمت ليکلے دے، فرمائي: کوم بنده چې د صبر سره، د زړۀ د اطمينان سره د ښۀ وخت انتظار کوي، د هغۀ نظر پۀ اصل کښې پۀ ظاهري اسبابو نه وي، د هغۀ نظر پۀ مُسَبِّبُ الْاَسْبَاب (يعنې د اسبابو پۀ جوړونکي رَبِّ رحمان) باندې