Share this link via
Personality Websites!
پۀ هغې کښي داسې وشي نو بعضې وخت هم پۀ دې وجه ټول فنکشن خراب شي، پۀ داسې وړه شان خبره باندې دومره غصه کولے شي چې ښه د خوشحالو نه ډک ماحول پرې غمژن شي * که د ښځې نه څۀ غلطي وشي * اينګولے ترينه وسوزي * مالګه ترينه زياته شي * جامې د استري کولو پۀ وخت وسوزيدلې * د جامو پۀ وينځلو کښې څۀ کمے وشو، څۀ معمولي شان داغ پاتې شو. دلته پۀ داسې وړو وړو خبرو باندې هم پۀ کورونو کښې جګړې کيږي، جنګونه کيږي * که د کَشر ورور نه څۀ غلطي وشوه *موټر سائيکل ترينه پريوتو * څۀ لږ ډير نقصان وشو * ماشوم مو دکان ته ليږلے وو، د هغۀ نه پيسې چرته پريوتلې. بيا هغۀ ته هٰغه رَدې بدې وئيلے کيږي چې د خُدائے پناه...!! *پۀ لاره باندې روان وو او د چا اوګه زمونږ سره ولګيدله، خلق ګوريدل شروع کړي، بعضې وخت خو پۀ دې باندې جګړه هم کيږي *چا زمونږه پۀ ښپه باندې ښپه کيښودله، برداشت کيږي رانه نه *موټر سائيکل والا د ګاډي سره وجنګيدو، بيا فوراً پۀ غصه کښې بريک ونيسو، ګير چاپيره خلق هم متوجه شي چې څۀ وشول؟ د ګاډي والا د غصې نه مخ سور وي او د ګاډي نه راکوز شي، بيا چې پۀ سړک باندې څۀ کيږي، د الله پاک پناه...!!
داسې نورې ډيرې معاملې دلته زمونږ پۀ ژوند کښې عام طور کيږي، پۀ داسې معاملو کښې نظر په تقديرساتئ * چې مونږه دا منو چې د الله پاک د مرضۍ نه بغير پاڼه هم نشي خوزيدے نو چائے زمونږه پۀ جامو باندې څنګه توئيدے شي؟ * د ګاډي لائيټ څنګه ماتيدے شي؟ دا تقدير او پۀ دې کښي زمونږه امتحان اخستے کيږي چې مونږه پۀ دې باندې د صبر او برداشت نه د کار اخستو سره د ښه اخلاقو مظاهره کوو او ثواب ګټو که نه د بد اخلاقۍ مظاهره کوو او د بد اخلاقۍ ثبوت ورکوو. ځکه پۀ داسې وړو وړو خبرو باندې صبر کول پکار دي. که چرې مونږه تقدير ته نظر وکړو، که چرې دا سوچ جوړ کړو چې د الله پاک اراده وشوه، نو دا تکليف راورسيدو، که چرې الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami