Book Name:Bardasht Sunnat e Ambiya Hai
هسې که زمونږه د دي ماحول پۀ لحاظ سره وکتلے شي نو دا هم ډير د کمال حِلم دے، دومره برداشت څومره چې حضرت اَحنَف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کړے دے، د دې که چرې لس فيصده حصه هم زمونږه نصيب شي نو زمونږه پۀ معاشره کښې امن قائميدے شي، پۀ زړونو کښې محبت زياتيدے شي خو کومه چې د حيرانتيا خبره ده... هغۀ د دې نه مخکښې ده. واورئ! دا حضرت اَحنَف بن قَيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا چې خپل حِلم دومره اعلیٰ وو، د هغوئي نه چا پوښتنه وکړه: تاسو دا حِلم د چرته نه زده کړو؟ دومره برداشت پۀ تاسو کښې څنګه راغلو؟ اوئې فرمائيل: دا د صحابئ رسول حضرت قَيس بن عاصِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د صحبت فيضان دے. هغوئي د ډير حِلم والا وو، يو ځل ما هغوئي وليدل چې هغوئي د کور نه بهر تشريف فرما وو، خلق د هغوئي نه ګير چاپيره راجمع شوي وو او هغوئي د خلقو سره خبرې کولې، ناڅاپه څۀ خلق د هغوئي خوا ته حاضر شول، د هغوئي سره د يو ځلمي مړے وو (يعنې يو مړے د هغوئي پۀ اوګو پروت وو). ورسره هُم يو بَل ځلمے وو، د چا لاسونه چې تړلے شوي وو. اوس يـې برداشت ته وګورئ. حضرت قَيس بن عاصِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے. خلق راغلل او ورته يـې عرض وکړو: حضور! دا چې کوم مړے زمونږ سره دے، دا د بَل چا نۀ دے بلکې ستاسو خپل زوي دے او دا د کوم کَس لاسونه چې تړلے شوي دي، دا ستاسو ورارۀ دے، ستاسو دې ورارۀ ستاسو ځلمے زوي وژلے دے.
حضرت اَحنَف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: حضرت قَيس بن عاصِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله دا خبره واوريدله نو داسې د کمال حِلم يـې وو، دومره د کمال قوَّتِ برداشت يـې وو، هغوئي د خپل ځائے نه پورته هم نشو، هغوئي چې د خلقو سره کومې خبرې کولې (ظاهره ده چې صحابئ رسول دے، څۀ حديثِ پاک به يـې بيانولو، څۀ دِيني مسئله به يـې بيانوله نو) هغوئي هٰغه خبره هم نيمګړې پرې نه ښودله بلکې پوره يـې کړه. بيا يـې د خپل دويم زوي