Farooq e Azam Ke Ala Ausaf

Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf

وو، چا به چې د هغوئي ښه خبرې ته پام راګرځولو نو هغوئي به هم خوشحاليدل او دا خبره به ئې قبلوله هم. د هغوئي فرمانِ عالي شان دے: اَحَبُّ النَّاسِ اِلَـىَّ مَنْ رَّفَعَ اِلَـىَّ عُيُوْبِـىْ  يعنې زما په نزد د ټولو نه زيات خوښ هغه کَس دے كوم چې ما ته خپل عيب اوښائي.[1]

زنانه صحيح اووئيل

يوه ځل يوې زنانه په ګڼو خلقو کښې د هغوئي د رائے سره اختلاف اوکړو او د هغوئي په مقابله کښې ئې خپله رائے ورکړه، هغوئي په ډير تَحَمُّل او غور سره د هغې خبره واوريدله، بيا ئې د هغې د رائے قبلوله كړه او اوئې فرمائيل: اِمْرَاَةٌ اَصَابَتْ وَ رَجُلٌ اَخْطَاَ يعنې زنانه صحيح اووئيل او يو نارينه خطا اوکړه.[2]

    امير اهلسنت د سيرتِ فاروقي مظهر

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سيرتِ فاروقي مظهر دے، هغوئي د خپلو مريدانو او د ټولو عاشقانو په مخکښې خپل ذات د يو پرانستي کتاب په شان ساتلے دے، هغوئي هم ټولو له د دې خبرې اجازت ورکړے دے که زما په ذات کښې د شريعت خلاف څه خبره اووينئ نو فوراً زما اصلاح اوکړئ، تر دې چې هغوئي کله مدني مذاکره (د سوال او جواب سلسله) فرمائي نو د هغې په شروع کښې هم دا وائي: تاسو پوښتنې کوئ، چې زه د هرې پوښتنې جواب درکړے شم دا ضروري نه ده، که هيره مې وي نو فوراً زما اصلاح اوکړئ، ما به تاسو په خپل مؤقف باندې بغير د څه وجې کلک نه وينئ بلکه


 

 



[1]... الطبقات الکبریٰ لابن سعد، الطبقۃ الاولیٰ ، ذکر استخلاف عمر، جلد:3 ، صفحہ:222۔

[2]... کنز العمال، کتاب النکاح، الصداق، جز:16 ، جلد:8 ، صفحہ:226 ، حدیث:45792 ملتقطًا۔