Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf
مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘ [1]
قناعت سُنَّتِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے
د رسولُ اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1) چا چې ايمان راوړو، بقدرِ کفايت رزق ورکړے شو او هغه د الله پاک په ورکړے شوي (رزق) قناعت اوکړو بے شکه هغه کامياب شو.[2] (2) اے ابو هريره! قناعت اختيار کړه د ټولو نه به زيات شکر ګزاره جوړ شې.[3]
اے عاشقانِ رَسُول! قناعت سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے. د قناعت معنٰی دہ: چې څومره درته ميلاؤ شو په هغې راضي اوسيدل، د زيات خواهش نه کول * زمونږ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته چې به څه ميلاويدل په خوشحالئ به ئې خوړل * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم په خوراک کښې عيب نه دے راويستے * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم د خوندورو او ډيرو ښکلو خوراکونو خواهش نه دے کړے * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مال و دولت خواهش نه لرلو.
کل جہاں مِلک اور جَو کی روٹی غذا اس شکم کی قناعت پہ لاکھوں سلام[4]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې عمل اوکړئ، قناعت اختيار کړئ * قناعت د ايمان کمال، د اسلام حُسن دے * قناعت کوونکے پخپله د دنيا نه ځان بچ کوي او د آخرت په لار روانيږي * قناعت کوونکے