Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf
داسې کيږي چې * په زړه کښې د الله پاک ياد کښينوئ! * د هغه په ښکلو ښکلو، ښه ښه، عزت والا، عظمت والا نومونو باندې ځان پوهه کړئ! * په غوږونو د هغه نومونه اورئ * په دغه نومونو سره الله پاک رابلئ! * په دغه نومونو سره د الله پاک ذِکر کوئ! د دې په برکت سره به ستاسو اندامونه نه بے کاره کيږي بلکه کار آمد به شي.[1]
کاش لب پر مرے رہے جاری ذِکْر آٹھوں پہر ترا یَارَبّ!
چشمِ تَر اَور قلبِ مضطر دے اپنی الفت کی مَے پِلا یَارَبّ!
نفس و شیطان ہو گئے غالِب ان کے چنگل سے تُو چھڑا یَارَبّ![2]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
(6): فاروقِ اعظم به د الله پاک د ويرې خبرې اوريدلې
د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ښکلے صفت دا هم دے چې هغوئي د الله پاک نه ويرې والا وو * د الله پاک نه ويريدل * اوښکې توئيول * د الله پاک نه د ويرې په سبب د ګناهونو نه بچ کيدل * نيک کارونه کول * د الله پاک نه د ويرې په سبب د بندګانو حقونه پوره کول * د الله پاک د ويرې په سبب د خپلو اعمالو جاج اخستل د هغوئي د معمولاتو برخه وه * او يوه خاص خبره چې هغوئي په زړه کښې د الله پاک د ويرې زياتولو د پاره د الله پاک د ويرې والا خبرې اوريدلې. يو ځل هغوئي حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اوفرمائيل: اے کعبه! مونږ ته د ويرې خبرې اوکړه! په دې باندې حضرت کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: اے اميرُ المُؤمِنين! که