Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf
کښې ستا يو فلانکے نيک بنده هم دے کوم چې د سترګو د رپ په مقدار هم ستا نافرماني نه ده کړې. الله پاک اوفرمائيل: اَقْلِبْہَا عَلَیْہِمْ فَاِنَّ وَجْہَہٗ لَمْ یَتَمَعَّرْ فِیَّ سَاعَۃً قَطُّ يعنې ښار په هغوئي باندې اُلټا کړه ځکه چې زما د نافرمانو کتلو سره د دې نيک کَس د مخ رنګ چرې هم بدل نه شو (يعنې هغه ته زما د نافرمانئ ليدلو سره چرې هم بد اونه لګيدل).[1]
د ګناه ليدلو سره پريشانه کيدل د ايمان تقاضا ده
د دې حديثِ پاک لاندې په مِرآۃُ المناجیح کښې دي: د دې حديثِ شريف نه دا واضحه کيږي چې چرته د نيکو کولو او د ګناهونو نه بچ کيدل ضروري دي، هلته د معاشرتي خرابئ په وجه پريشانه کيدل هم د ايمان تقاضا ده. کوم خلق چې د الله پاک د رضا په خاطر د معاشرتي بدئ د ختمولو کوشش نه کوي، د هغوئي په تقوٰی څه...!! د خپلې اِصلاح سره سره معاشره د ګناهونو نه د پاك کولو کوشش کول هم زمونږ د ټولو ذمه واري ده.[2]
ګناه په زړه کښې بده اوګڼه...!!
د صحابئ رسول حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په تاسو کښې چې څوک څه ګناه اوويني نو هغه له پکار دي چې هغه ګناه په خپل لاس باندې بدله کړي او څوک چې په خپل لاس د بدلولو وَس نه لري هغه له پکار دي چې په خپله ژبه ئې بدله کړي او څوک چې په