Farooq e Azam Ke Ala Ausaf

Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf

رسالے نه درس کوئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ثواب به مو هم کيږي او ډير زيات معلومات به هم حاصل شي. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي.

اٰمِين بِجَاهِ خَاتَمِ النَّبِيّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّم

 صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د صحابۀ کرامو او اهل بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت زياتولو، د فيضانِ اولياء موندلو، د نيک لمُونځ ګزاره، باکرداره او با اخلاقه مسلمان جوړيدلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول لمَن اونيسئ، او د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق حِصَّه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې په برکت سره به د ګناهونو نه خلاصے، د نيکو کولو او د قبر و آخرت د تيارئ ذهن جوړيږي. د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار رساله نيک اعمال هم ده. دا وړه شان رساله د مکتبة المَدينه نه اوغواړئ او که غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې Naik Amal  ايپلي کيشن انسټال کړئ، په دې کښې په مختلف نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي،  د هر سوال نه لاندې 30 خانے دي، هره ورځ د خپلې خوښې يو وخت مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه اخلئ، او د هغې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې په برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذِهِن جوړيږي، د زړه پاکي به نصيب کيږي او کردار به مو صفا ستهرا، ځلنده، ښکلے شي. راځئ د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو: