Farooq e Azam Ke Ala Ausaf

Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf

د ټولې کورنئ اِصلاح اوشوه  

د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمُونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقے ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي ورور ما ته د ماښام د لمُونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جُمات ته لاړم، د ماښام د لمَانځه نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان په آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالے تعارُف اوکړو، په رساله نیک اعمال کښې د درج د نيکو نه ډک ژوند تيرولو مدني ګل ليدلو سره زه ډير خوشحال شوم، د دې رسالے په شکل کښې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره زړه سوزيدل ما اوليدل نو ما لاس په لاس د بيعت کولو د پاره خپل نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او نيکو طرف ته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې د زړه نه خپل کړو، د دې په برکت سره هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په مزه مزه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د لمُونځو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامے او سندرې باجے بندې شوې او د ګناهونو نه د ډک چينل په ځائے مدني چينل اولګيدلو.[1]

خوب مَدنی قافِلوں کی دھوم ہو                                                                                                                        نیک ہو امَّت اے نانائے حسین

’’مَدنی اِنعامات‘‘ کی ہو ریل پیل                                                                                                             نیک ہو امَّت اے نانائے حسین[2]


 

 



[1]... دلوں کا چین، صفحہ:4۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:258۔