Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf
نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې مدني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ ورځ په ورځ مونږ ته د عِلمِ دين زده کولو آسانو ذريعو راکولو کښې مَصرُوف دے. د سوؤنو کتابونو او رِسالو المَدينه آن لائن لائبريري کومه چې مخکښې صرف په ډيسک ټاپ ورژن کښې وه، اوس ويب ورژن کښې لائيو (نيغ په نيغه) کړے شوې ده. په المَدينه آن لائن لائبريرئ کښې د مکتبة المَدينه مختلف موضوعات (مثلاً قرآن و سُنّت، عقائدِ اسلام، فقه او فتاوٰی، اسلامي تعليمات، اخلاق و آداب، سيرتِ رسولِ عربي، سيرتِ اُمهاتُ المُؤمنين، سِيرتِ صحابه و صحابيات، سيرتِ اوليائے کرام، سيرتِ اميرِ اهلسُنت، ملفوظاتِ اميرِ اهلسُنت او فيضانِ مدني مذاکره، اوراد و وَظائف او نعتيه کلامونه وغيره) باندې مشتمل کتابونه او رِسالے موجودې دي. د المَدينه آن لائن لائبريرئ نه د فائدے ترلاسه کولو د پاره د دعوتِ اسلامي ويب سائټ www.dawateislami.net/bookslibrary ته لاړ شئ او نورو له هم ترغيت ورکړئ.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّت فضيلت او يو څو د ژوند اوسيدلو آداب بيانولو سعادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـىْ فَقَدْ اَحَبَّنِـىْ وَمَنْ اَحَبَّنِـىْ كَانَ مَعِـىَ فِـى الْجَنَّةِ ’’چا چې زما سُنَّتو سره