Book Name:Farooq e Azam Ke Ala Ausaf
ووم، ما خوب اوليدلو (ياد ساتئ! د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف سترګې اوده وي، زړه ئې نه اوده کيږي او د نبيانو خوبونه رښتيني وي، خير! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه خوب اوليدلو؟ اوئې فرمائيل:) ما ته خلق وړاندې کړے شول، هر يو قميص اغوستے وو، د چا قميص د سينې پورې وو، د چا د دې نه ښکته (او په يو راويت کښې دي: د چا قميص د سينې پورې وو، د چا تر نامه پورې وو، د چا د زنګونانو پورې، د چا تر نيمو پنډو پورې[1])، بيا ما عمر فاروقِ اعظم (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) اوليدلو، د هغه قميص د هغه د ښپو نه هم ښکته وو چې په تللو کښې به ئې راښکلو. صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تاسو د دې څه تعبير اوفرمائيلو؟ اوئې فرمائيل: دِين.[2]
يعنې هغه خلق د کومو قميص چې تر سينې پورې وو، هغه کمزوري دِين والا وو، د چا قميص چې تر نامې پورې وو، هغوئي لږ شان مضبوط دِين والا وو، د چا قميص چې د زنګونانو پورې وو، هغوئي لږ نور کامِل دِين والا وو، د چا چې تر نيمو پنډو پورې وو، هغوئي په دِين کښې لږ زيات مضبوط وو او په دې ښودلے شوو خلقو کښې د ټولو نه پوخ دِين والا حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو چې د هغوئي قميص د ښپو نه ښکته ځانګيدو.
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: غالِب دا دي چې (په خوب کښې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته) په دې وړاندې شوؤ [کَسانو] کښې حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ