Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
بي بي حضرت اِيشَاء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها هم شَنډه وه، په دې حال کښې حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام دُعا اوکړه:
رَبِّ لَا تَذَرۡنِیۡ فَرۡدًا وَّ اَنۡتَ خَیۡرُ الۡوٰرِثِیۡنَ (ۚۖ۸۹) (پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:89)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : اے زما رَبـه! ما يواځې مه پريږدې او ته د ټولو نه بهتر وارث ئې.
الله پاک ارشاد اوفرمائيلو:
فَاسۡتَجَبۡنَا لَه ۫ وَ وَهبۡنَا لَه یَحۡیٰی وَ اَصۡلَحۡنَا لَه زَوۡجَه ؕ (پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:89)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : نو مونږه د هغه دُعا قبوله کړه او هغه ته مو يـَحيٰی عطا کړو، او د هغه د پاره مو د هغه بي بي قابله جوړه کړه.
سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام دي، د ټولو نه د اوچتې مرتبې والا هستيانې دي، هغوئي ته به چې کله هم څه پريشاني پيښيدله، څه سخته به ورپيښه شوه، نو هغوئي عَـلَـيْهِمُ السَّلَام به الله کريم ته فرياد کولو، د هغه طرف ته به ئې تَوجُّه کوله، د هغه په حضور کښې به ئې عرض کولو او په کوم انداز کښې به ئې دعاګانې غوښتلې؟ الله پاک فرمائي:
وَ یَدۡعُوۡنَنَا رَغَبًا وَّ رَهبًا ؕوَ کَانُوۡا لَنَا خٰشِعِیۡنَ (۹۰) (پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:90)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : او مونږ ته به ئې په ډير رغبت او ډيرې ويرې سره آواز [د دُعا د پاره فرياد] کولو، او زمونږ په حضور کښې به د زړه د اخلاصه ټيټيدل (۹۰)
دا هٰغه بنيادي خبره ده، د کومې چې زمونږه په معاشره کښې کمے دے، مونږه د تَوَجُّه اِلَـی الله نه محرومه يو، مونږ الله پاک ته فرياد نه کوو، د هغه په حضور کښې په صحيح انداز کښې دعاګانې نه کوو. دا د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنّت دي چې دُعاګانې به ئې کولې، څنګه به ئې کولې: په داسې انداز کښې به ئې دعاګانې کولې