Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
لوئے عذاب راغلے او هغوئي ئې تباه او برباد کړل. ([1])
* هم دغه شان چې کله په حضرت اَيُّوب عَلَیْهِ السَّلَام باندې ازميښت راغلو نو هغوئي دعا اوکړه:
اَنِّیۡ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَ اَنۡتَ اَرۡحَمُ الرّٰحِمِیۡنَ (ۚ۸۳) (پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:83)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعرفان: چې بيشکه ما ته تکليف رارسيدلے دے او ته د ټولو رحم کوونکو نه زيات رحم کوونکے ئې.
د هغوئي دُعا قبوله شوه، الله پاک فرمائي:
فَاسۡتَجَبۡنَا لَه فَکَشَفۡنَا مَا بِهٖ مِنۡ ضُرٍّ وَّ اٰتَیۡنٰه اَهۡلَه وَ مِثۡلَهمۡ مَّعَهمۡ رَحۡمَۃً مِّنۡ عِنۡدِنَا وَ ذِکۡرٰی لِلۡعٰبِدِیۡنَ (۸۴)
(پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:84)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعرفان: نو مونږه د هغه دُعا قبوله کړه او په هغه چې کوم تکليف وو هغه مو ترينه لرې کړو او مونږه له خپله طرفه رحمت اوکړلو او د عبادت ګزارو د نصيحت د پاره مو ايوب ته د هغه د کور کسان او هغوئي سره هُم هغه همره نور عطا کړل.
* په حضرت يونُس عَلَیْهِ السَّلَام باندې چې ازميښت راغلے وو، هغوئي د مهې ګيډې ته تلي وو، هغوئي د هغه ځائے نه الله پاک ته فرياد اوکړو، الله پاک اوفرمائيل:
فَاسۡتَجَبۡنَا لَہٗ ۙ وَ نَجَّیۡنٰہُ مِنَ الۡغَمِّ ؕ وَ کَذٰلِکَ نُــۨۡجِی الۡمُؤۡمِنِیۡنَ (۸۸) (پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:88)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان : نو مونږه د هغه دُعا قبوله کړه او هغه ته مو د غم نه خلاصے ورکړو، او مونږه ايمان والؤ ته هُم داسې نجات ورکوو.
* د حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام اولاد نه وو، هغوئي زيات عمر ته رسيدلي وو، د هغوئي