Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
برکت سره تر قيامته پورې د مسلمانانو د پاره آساني اوکړے شوه، د ظِهار حکم چې مخکښې د طلاق والا وو، په هغې کښې کمے راوستے شو. معلومه شوه: چې د درد نه ډک يو آه هٰغه کار اوکړي کوم چې په بَله څه ذريعه نشي کيدے.
زمونږه په معاشره کښې بعضې خلق ګيله کوي چې ډيرې دُعاګانې مو اوکړې خو نه قبليږي، اَوَّل خو دا ياد ساتئ چې هره دُعا خامخا قبليږي، دا ضروري نه ده چې مونږه څه اوغواړو نو مونږ ته دې هُم هغه ميلاو شي، بعضې وخت زمونږ د دُعا په برکت سره زمونږ نه مصيبتونه لرې کړے شي، بعضې وخت چې مونږه څه اوغواړو د هغې نه مونږ ته افضل او بهتر عطا کړے شي او بعضې وخت هغه دُعا مونږ له زمونږ د آخرت د پاره محفوظه کړے شي. غرض: هره دُعا قبليږي. بيا مونږ له په دې هم د غور کولو ضرورت دے چې دُعا څنګه اُوغواړو؟ زمونږه په معاشره کښې ډير خلق داسې دي کومو له چې د دعا غوښتلو طريقه هم نه ورځي، د دُعا په آدابو کښې دي چې په زړه کښې د غم کيفيت پيدا کولو سره دُعا اوغوښتلے شي، يوه اصطِلاح ده: اِبتِهَال، يعنې په دُعا کښې ژړا فرياد کول، لاسونه پورته کول او په پوره تَوجُّه سره د الله پاک په بارګاه کښې عرض کول. ([1])
دا زمونږه د خوږ آقا، مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي سُنَّت دي. ځکه د الله پاک په حضور کښې په ژړا او زارئ او فرياد سره، په پوره تَوجُّه سره د دعا غوښتلو عادت جوړ کړئ! چې داسې دعا غواړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! برکتونه به مو نصيب کيږي.
میں ہوں بندہ تُو ہے مولیٰ تُو ہے قادِر، میں ناکارہ