تَوَجُّہ اِلَی اللہ

Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ

ورکړو او ورته ئې اُووئيل چې اوس زما سره هم دومره پيسې دي، که د نورو ضرورت شو نو په دې پته باندې راشه.

غريب انسان اګرچې غريب وو خو د هغه زړه د لالچ نه پاک وو، هغه کارډ واپس ورکړو او اوئې وئيل: وروره! زما سره د مخکښې نه يوه پته موجوده ده. مالدار کَس ترينه په حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: هغه د چا پته ده، چې پته درسره وه نو هغه ځائے ته ولې نه تللې؟ غريب کَس په سادګئ سره اووئيل: هٰغه چا چې نن دا وخت تاسو زما خوا له راليږلي ئې، زه د هغه په در کښې ناست يم. نن زما ضرورت پوره شو، بيا چې مې کله ضرورت شو نو بيا به هُم دې در ته راشم.

کیوں کر نہ میرے کام بنیں غیب سے حسن

بندہ بھی ہوں تو کیسے بڑے کارساز کا([1])

      اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو اوکتل! زمونږه اَسباب محدود دي، چې کله زمونږه اُميدونه ختم شي، دروازې راته بندې شي، سختئ او پريشانئ راته پيښې شي نو دماغ مو کار پريږدي، طاقت، قوت، رابطے هيڅ مو په کار نه راځي، په داسې وخت کښې صِرف يوه اسره وي هغه کومه اسره ده؟ هغه زمونږه د خوږ الله پاک پاکه بارګاه ده، د هٰغه در نه څوک هم مايوسه نه ځي، د هٰغه در نه ځولئ ډکيږي، د هٰغه در نه خيرات ميلاويږي او په داسې انداز کښې ميلاويږي، د داسې ځائے نه ميلاويږي چې د بنده په وهم او ګُمان کښې هم نه وي.

الوتلو والا ديګ

      د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه ډير ښکلے کتاب دے: عُيُونُ الحکايات، په دې کښې ډيرې ښکلې ښکلې


 

 



[1]... ذوق نعت، صفحہ:18۔