Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
رښتونې او د سبق نه ډَکې واقعې ليکلے شوې دي، د عُيُونُ الحکايات په جلد: 1، صفحه 86 کښې دي: حضرت بِکر بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پخوانو قومونو کښې يو ډير سرکشه، کافِر او ظالم بادشاه وو، هغه د الله پاک په نافرمانئ کښې د حد نه وتلے وو، يو ځل په يو جنګ کښې هغه بادشاه اونيولے شو، د هغه د وژلو د پاره مختلف قِسمه سزاګانې تجويز کيدلې، آخر دا اوټاکلے شوه چې ظالم بادشاه دې د اوسپنې په يو لوئے ديګ کښې واچولے شي او په اوچت ځائے دې کيښودلے شي او وور دې ورپسې بَل کړے شي. هم داسې اوکړے شو، د اوسپنې په يو لوئے ديګ کښې بادشاه واچولے شو او لاندې ورپسې وور بَل کړے شو، په مزه مزه ديګ ګرميدو، د بادشاه بدن سوزيدل شروع شو، بادشاه کافِر وو، د دروغژنو خدايانو عبادت به ئې کولو، ځکه ئې په سخته کښې خپلو دروغژنو خدايانو ته نعرې شروع کړې، په نمبر نمبر ئې يو يو ته نعرې وهلې خو افسوس! ټول عمر ئې چې چا، چا ته سر ټيټ کړے وو، د کومو دروغژنو خدايانو مخې ته چې ئې تندے مږلے وو، په دې سخت وخت کښې هغه دروغژنو خدايانو نه د ده چغې اوريدے شوې او نه ئې واوريدې. د دښمن ملک دے، نه ئې خپل فوځ شته، نه خپل خپلوان، په داسې وخت کښې ئې دروغژنو خدايانو هم چغې نه اوريدې، ټول اُميدونه ئې ختم شو، ټولې دروازې ورته بندې شوې، نو دا بادشاه د مسلمانانو رَبّ يعنې يو رښتوني خدائے اللهُ رحمان و رحيم ته مُتَوَجِّه شو او په تيز آواز ئې لَا اِلٰہَ اِلاَّ اللہُ وئيل شروع کړل، بادشاه په دې سخت وخت کښې په رښتوني زړه سره توبه کړه، د الله پاک په عظيمه بارګاه کښې د بادشاه توبه قبوله شوه، ناڅاپه باران شروع شو، د باران په وجه وور مړ شو، بيا ډيره تيزه سيلئ راغله، دومره تيزه چې ديګ ئې سره د بادشاه په هوا کړو، بادشاه د ديګ سره په هوا روان وو او په زوره زوره ئې لَا اِلٰہَ اِلاَّ اللہُ وئيلو، هوا ديګ يو کافِر قوم ته يوړلو او هلته ئې کوز کړو، خلقو چې کله اوکتل چې يو کَس کوم چې د ديګ