Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
میں منگتا تُو دینے والا یااللہ! مری جھولی بھر دے
بخش دے میری ساری خطائیں کھول دے مجھ پر اپنی عطائیں
برسا دے رحمت کی برکھا یااللہ! مری جھولی بھر دے([1])
د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام مبارکې اداګانې
په قرآنِ کريم کښې يو سُورت دے: سُورَۀ اَنبِيَاء. په دې مبارک سُورت کښې د ډيرو انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ذِکر دے، په دې کښې خاص طور د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام دا صِفت بيان شوے دے چې د الله تَعالٰی پاکو نبيانو عَلَیْهِمُ السَّلَام به د الله پاک په حضور کښې دعاګانې کولې، چې څه سخته به پيښه شوه، څه پريشاني به وه، د هغوئي د تَوجُّه مرکز به د الله پاک ذات مبارک وو، هغوئي به الله پاک ته فرياد کولو، د هغه په حضور کښې به ئې دعاګانې کولې.
* حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام تقريباً 950 کاله خپل قوم ته د نيکئ دعوت ورکړو خو هغه بدبخته کافِرانو ايمان رانوړلو، هغه بدبختو به هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام ته مَعَاذَ الله! تکليفونه ورکول، جسماني زور زياتے به ئې هم پرې کولو، آخر حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام د الله کريم په بارګاه کښې دُعا اوکړه، الله پاک فرمائي:
فَاسۡتَجَبۡنَا لَہٗ فَنَجَّیۡنٰہُ وَ اَہۡلَہٗ مِنَ الۡکَرۡبِ الۡعَظِیۡمِ (ۚ۷۶) (پارہ:17، سورۂ اَنْبِیَاء:76)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالاِيمان : نو مونږه د هغه دعا قبوله کړه او هغه ته او د هغه د کور کسانو ته مو د لوئے غم نه خلاصے ورکړو.
د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام د دې دُعا په نتيجه کښې په کافِرانو باندې د سيلاب ډير