تَوَجُّہ اِلَی اللہ

Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ

د کافِرانو يو بد عادت

الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اِذَا مَسَّ الۡاِنۡسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنۡۢبِہٖۤ اَوۡ قَاعِدًا اَوۡ قَآئِمًا ۚ فَلَمَّا کَشَفۡنَا عَنۡہُ ضُرَّہٗ  مَرَّ کَاَنۡ  لَّمۡ  یَدۡعُنَاۤ  اِلٰی ضُرٍّ مَّسَّہٗ ؕ  کَذٰلِکَ زُیِّنَ  لِلۡمُسۡرِفِیۡنَ مَا کَانُوۡا  یَعۡمَلُوۡنَ (۱۲)   (پارہ11، سورۂ یونس:12)

[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان :   او چې کله انسان ته تکليف اُورسي نو په ملاسته او په ناسته او په ولاړه  (هر حالت کښې) زمونږ نه دُعا غواړي، بيا چې کله مونږه د هغه تکليف لرې کړو نو داسې لاړ شي لکه زمونږ نه ئې چې د يو تکليف په رسيدلو هډو دُعا نه وه غوښتې، د حد نه تيريدونکو د پاره د هغوئي اعمال هُم دغسې ښکلي جوړ کړے شول (۱۲)

      په تفسير صراطُ الجنان کښې دي: يعنې کافِر ته چې کله تکليف اُورسي نو هغه په ملاسته او په ناسته او  په ولاړه، په هر حال کښې مونږ ته سوال کوي او تر څو پورې چې د هغه نه تکليف نه وي لرې شوے په دُعا کښې مشغول اوسي، بيا چې کله مونږه د هغه نه تکليف لرې کړو نو هغه زمونږ نه مخ واړوي او په خپله مخکښينئ طريقه باندې روان شي او هم هغه د کُفر لار اختيار کړي او د تکليف وخت هير کړي لکه چې کله هم د څه تکليف رسيدو باندې هغه زمونږ نه هډو دُعا نه وي کړې.

      د دې آيت مقصد دا دے چې انسان د مصيبت په وخت کښې ډير بے صبره دے او د خوشحالئ په وخت کښې ډير ناشکره دے چې کله ورته تکليف اورسي نو په ولاړه، په ملاسته، په ناسته هر حال کښې دُعا کوي او چې کله ترينه الله پاک تکليف لرې کړي نو شُکر نه ادا کوي او د خپل زوړ حالت طرف ته واپس لاړ شي. دا حال د غافِل کس دے. د عقلمند مومن حال د دې خلاف دے هغه په مصيبت او بلا باندې صبر