تَوَجُّہ اِلَی اللہ

Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ

پوره خِدمت کولو خو د بادشاه د خپل يو غلام سره ډيره مينه وه، په هغه باندې به ئې مهربانئ هم ډيرې زياتې کولې، دا خبره به په نورو غلامانو باندې بده لګيده، يوه ورځ هغه ټولو همت اوکړو او بادشاه ته ئې اووئيل: بادشاه سلامت! څه وجه ده چې تاسو د دې غلام سره ډيره مينه کوئ، په ده باندې مهربانئ هم ډيرې کوئ؟ بادشاه سلامت په معامله باندې پوهه شو، نو اوئې وئيل: مونږ به په يو سفر ځُو، ټول تياري اوکړئ، مونږ به ډير زر په سفر روانيږو. تياريانې شروع شوې، د بادشاه سلامت په حضور کښې سورلئ وړاندې کړے شوه، ټول غلامان هم ورسره شو او بادشاه سلامت ټول غلامان د ځان سره کړل او په سفر روان شو، تلل تلل، يو ځائے ته چې اورسيدل نولرې ئې د واورې يو غر اوليدو، ټول غر واورې پټ کړے وو، ډيره ښکلې نظاره وه، بادشاه سلامت اودريدو، د بادشاه په ادب کښې غلامانو هم سورلئ اودرولې خو هغه يو غلام د کوم چې به بادشاه ډير خيال ساتلو، هغه خپل اَس په منډه کړو، ټول حيران شول چې په ده څه اوشو؟ دا چرته ځي؟ لږ وخت پس هغه غلام واپس راغلو، هغه په لاسونو کښې په هُم هغه غر باندې پرته څه واوره راخستې وه. بادشاه سلامت ترينه په قهريدلي آواز کښې پوښتنه اوکړه: ته چرته تلے وې؟ او دا واوره دې ولې راوړه؟ غلام عرض اوکړو: بادشاه سلامته! تاسو دې غر ته په غور کتلي وو او ما ته پته ده چې تاسو بغير د څه وجهې نه څه څيز ته په غور نه ګورئ، ځکه زه پوهه شوم چې تاسو واوره حاصلول غواړئ. په دې باندې بادشاه نورو غلامانو ته مخاطب شو او اوئې وئيل: په ده او په تاسو کښې دا فرق دے، ستاسو تَوجُّه کارونو ته وي خو د ده د تَوجُّه مرکز زه يم، ده د هر څيز نه توجه اړولې وي او هر وخت زما طرف ته متوجه اوسي. ([1])  

       اے عاشقانِ رَسُول! دا حقيقي بندګي ده. خو زمونږه حال ډير مختلف دے، چې په


 

 



[1]... رسالہ قشیریہ، باب المراقبہ، صفحہ:225-226 خلاصۃً۔