تَوَجُّہ اِلَی اللہ

Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ

اوهو! وغيره کوي يا کوم چې ډير ماډرن دي هغوئي په انګلش کښې وائي: Oh Shit.

دا هر څه اګرچه ګناه نه ده خو کاش چې په داسې موقعو باندې هم د بے معنې الفاظو وئيلو په ځائے مونږه د الله پاک ذِکر شروع کړو، زمونږه تَوجُّه صرف او صرف د الله پاک په لور شي، که سخته راشي، پريشاني راشي، بيماري راشي، قرضداره شُو، مالي تنګي راشي نو زمونږه د ټولو نه وړومبئ تَوجُّه د خپل خوږ الله کريم طرف ته لاړه شي، مونږ ته به د سختې نه نجات څوک راکوي؟ الله پاک به ئې راکوي. د بيمارئ نه به شِفا څوک راکوي؟ الله پاک؟، د قرض نه، تنګ لاسئ نه به نجات څوک راکوي؟ الله پاک. نو ځکه مونږ له پکار دي چې په اسبابو باندې نه بلکه په مُسَبِّبُ الْاَسْبَاب (يعنې په اسبابو جوړونکي الله پاک) باندې باور اوساتو، د الله پاک په لور د تَوجُّه ساتلو عادت جوړ کړو، کاش چې زمونږ په زړونو کښې د الله پاک پوخ محبت پيدا شي او زمونږه د تَوجُّه مرکز د الله  تَعالٰی، پاک ذات جوړ شي.

د بزرګانِ دِين ښکلے انداز

د حضرت اَبُو الحسن سِرِّي سَقَطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه ده، د هغوئي په خِدمت کښې يو ځل د هغوئي ګاؤنډئ راغله او عرض ئې اوکړو: اے اَبُو الحسن! د شپې زما ځوئ سپاهيانو نيولے دے او بوتلے ئې دے، کيدے شي چې هغه ته تکليف اورسوي، مهرباني اوکړئ! زما د ځوئ سفارش اوکړئ! د ګاؤنډئ فرياد ئې چې واوريدو نو حضرت سِري سَقَطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اودريدو او په عاجزئ سره په لـمونځ کښې مشغول شو. چې ښه کافي وخت اوشو نو هغې زنانه اووئيل: اے اَبُو الحسن! تادي کوئ! هسې نه چې چې حاکم زما ځوئ قيد کړي. حضرت سِرِّي سَقَطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مسلسل په لـمونځ کښې مشغول وو، بيا ئې د سلام ګرځولو نه پس اوفرمائيل: اے د الله پاک بندې! زه خو هم ستا معامله حل کووم، اوس لا دا خبرې کيدلې چې د هغې ګاؤنډئ خادِمه راغله او اوئې وئيل: بي