Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
اوفرمائيل: الله (يعنې ما به الله پاک بچ کوي).
بس بيا څه وو، درنګ ساعت له هغه کافِر ښکته پروت وو، توره د رحمت والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مبارک لاس کښې وه، اوس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اووايه! اوس به تا زما نه څوک بچ کوي؟ هغه کافِر وو، هغه په مايوسئ سره اووئيل: زما د بچ کولو والا هيڅ څوک نشته. رحمت عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه په بے وسئ باندې رحم اوکړو او هغه ئې معاف کړو، هغه کافِر چې کله د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې اعلیٰ اخلاق اوليدل نو متاثره شو او کلمه ئې اووئيله او مسلمان شو. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اوګورئ! زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يواځې وو، ناڅاپه کافِر حمله اوکړه، هغه توره د نيام نه رابهر کړې وه، هغه وخت خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه اوفرمائيل؟ ما به زما الله بچ کوي.
دا دے زمونږه د خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ښکلے انداز...! نن سبا ورو ورو زمونږ د معاشرې نه دا انداز ختميږي، مونږ که لږ شان په تير وخت غور اوکړو، ډير نه صرف 50 يا 60 کاله وروستو لاړ شو، په کورونو کښې به يو ماحول وو، مئيندو به خپلو وړو وړو بچو ته عملي طور ذِکرُ الله ښودلو، ماشوم به چې روان وو او راپرې به وتلو يا به ئې تيندک اوخوړو نو د مور د خُلې نه به بے اختياره وَتَل: حَسْبِیَ اللہ. [يا به ئې وئيل: بِسمِ الله] ماشوم به چې د شپې په خوب کښې اويريدو نو مور به سينې ته راجُخت کړو او د الله پاک ذِکر به ئې شروع کړو، چې څه د انديښنې والا خبره به شوه نو د خلقو د خُلې نه به وَتل: يا الله! خير...! يا داسې قِسمه نورې ښکلې ښکلې جُملې به ئې په خُله راتلې خو اوس خلق ماډرن شوي دي، اوس داسې کم انداز کم ښکاري، اوس خو خلق هئ!