Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
سيټھ صاحب له خوب ولې نه ورتلو...!
يو مالداره کَس وو، خپل ګاډے، خپله بنګله، ښه کاروبار، د الله پاک ورکړي هر څه ورسره وو، يو ماښام هغه کور ته راغلے، د ماشومانو سره ئې څه وخت تير کړو، د ماښام ډوډئ ئې اوخوړله، خپل ضروري کارونه ئې پوره کړل، چې د اوده کيدو وخت شو نو په پسته نرمه بستره باندې څملاستو خو د حيرانتيا خبره وه چې نن ورله په نرمه نرمه بستره باندې خوب نه ورتللو.
خوب هم د الله پاک نعمت دے، چا ته ئې چې عطا کړي، هم د هغه نصيب کيږي. هغه مالدار کَس ډير وخت ډډه په ډډه اوښتو راوښتو خو خوب وو چې هډو د راتلو نوم ئې نه اخستو، ډير وخت تير شو، آخر هغه سوچ اوکړو، دلته خو هم وزګار پروت يم، ولې نه چې بهر په تازه هوا کښې ساه واخلم، دا سوچ ئې چې اوکړو نو ګاډے ئې راويستو او بهر را اُووتللو، څه کار خو ئې وو نه، هسې اخو ديخوا ګرځيدو، په ګرځيدو ګرځيدو ئې په يو ځائے کښې جُمات اوليدو، په زړه کښې ئې راغلل چې هسې ګرځم راګرځم، ولې نه چې جُمات ته لاړ شم. ګاډے ئې په پارک کښې اودرولو، جُمات ته لاړو، اودس ئې اوکړو او د جُمات د هال طرف ته روان شو، تللو تللو ناڅاپه اودريدو، ټول جُمات خالي وو خو د يو ګوټ نه په قلاره قلاره د ژړا او سلګو آواز راتلو، مالداره کَس چې اوکتل نو څوک غريب وو، هغه لاسونه د دُعا د پاره پورته کړي وو، د سترګو نه ئې اوښکې بهيدلې او هغه په ژړا ژړا د الله پاک په بارګاه کښې عرض کولو: اے الله پاکه! زما لور بيماره ده، ډاکټر د آپريشن وئيلي دي، ما غريب سره خو پيسې نشته، اے کريم رَبَّه! تۀ اسباب جوړولو والا ئې، زما د غريب په کمزوري حالت باندې د رحم نظر اوفرمائے. هغه مالداره کَس د خوب نه ورتللو په سبب پوهه شو، هغه د غريب خوا له ورغلو، په جيب کښې چې ئې څومره پيسې وې راوائې خِستلې او هغه له ئې ورکړې او خپل کارډ ئې