تَوَجُّہ اِلَی اللہ

Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ

په خوشحالو کښې رَبّ ياد ساته!

اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! زمونږه د خوږ رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک تعليم څه دے: په خوشحالئ کښي رَبّ ياد ساته! الله کريم به په سخت وخت کښې تا ته خاص تَوجُّه فرمائي.

افسوس! په مونږ کښې د ډيرو خلقو حال د دې نه بالکل اُلټا دے، څه خلق په سخته او پريشانئ کښې رَبّ يادوي، چې بيماري راشي، غريبئ کښې اخته شي، کاروبار ئې بند شي، اُميدونه ئې ختم شي نو د الله پاک په حضور کښې سر ښکته کړي، لـمونځونه هم کوي، ذِکر، دُعا، صدقه او خيرات، په جُماتونو کښې حاضري، اَوراد او وظيفې وغيره هر څه کوي، يقيناً دا ډيره ښه خبره ده خو د افسوس خبره دا ده چې  هُم دې خلقو ته کله خوشحالي  نصيب شي، پريشانئ ئې لرې شي، خوشحالي پرې راشي نو د ګناهونو نه ډک ژوند ته واپس اوګرځي، ډير عام شان مثال دے، چې کله په يو کور کښې مړے اوشي، د چا چې مور يا پلار، خور ورور، ترۀ يا بَل څوک رشته دار وفات شي نو په کور کښې غوغا جوړه شي، د سترګو نه ئې اوښکې روانې وي، کله جُمات ته لاړ شي په اِمام صاحب باندې دُعاګانې کوي، کله په کور کښې قرآن خواني کوي خو يو څو مياشتې پس چې کله په هُم دغه کور کښې واده راشي نو بيا داسې نه ښکاري چې يو څو مياشتې مخکښې په دې کور کښې غم شوے وو، ښه ډول باجے او سازونه غږوي، د سندرو محفلونه جوړوي، درز غوبل ئې جوړ کړے وي، ټوله محله ئې په سر راخستې وي او ګاؤنډيان خوب ته نه پريږدي. يقيناً د 3 ورځو نه زيات غم کول شرعاً جائز نه دے خو د خوشحالئ په وخت ګناهونه کول هم شريعت منع کړي دي. مونږه ولې په خوشحالو کښې خپل رَبّ هيروو؟ د واده په موقع، د اخترونو په موقع، د ماشومانو د سالګرې په موقع مونږ نه د شريعت تعليمات ولې هير شي...؟