Book Name:تَوَجُّہ اِلَی اللہ
په هغه باندې حرامه شوه.
يوه صحابيه ده: حضرت خَوله بنتِ ثعلبه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ، يو ځل د هغې خاوند هغې ته اووئيل: تۀ په ما باندې زما د مور په شان ئې. په وئيلو خو ئې اووئيل، بيا پښيمانه شو چې دا ما څه اووئيل، او پريشانه شو چې دغه شان خو نکاح ماتيږي، ښځه په خپل خاوند باندې حراميږي. په دې پريشانئ کښې حضرت خوله بنتِ ثعلبه رَضِىَ اللهُ عَـنْها په بارګاهِ رسالت کښې حاضره شوه، ټوله واقعه ئې بيان کړه او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما مال ختم شوے دے، مور پلار مې وفات شوي دي، عمر مې هم ډير شوے دے او بچې مې واړه واړه دي، که چرې دا د پلار سره پريږدم نو د مور نه بغير به د وړو ماشومانو روزنه پالنه څنګه کيږي او که د ځان سره ئې ساتم نو د لوږې به مړه شي، نو داسې کوم صورت دے چې زما او زما د خاوند په مينځ کښې جدائي رانشي. رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول عرض واوريدو او اوئې فرمائيل: ستا د مسئلے په باره کښې زما سره هيڅ حُکم نشته، يعنې تر اوسه پورې د ظِهار په باره کښې څه نوے حکم نه دے نازل شوے او پخوانے دستور دا دے چې د ظِهار سره ښځه حراميږي.
حضرت خَوله رَضِىَ اللهُ عَـنْها ډيره پريشانه وه، زړه ئې سخت خفه وو، د ماشومانو دپاره ډيره زياته فِکرمنده وه، هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْها بيا بيا په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما خاوند د طلاق لفظ نه وو وئيلے، هغه زما د بچو پلار دے (يا رسولَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څه لار خو اوښائيئ) خو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم يو جواب ارشاد فرمائيلو چې تر اوسه پورې په دې مسئله کښې څه نوے حکم نه دے ناِزل شوے.
آخِر دا چې هغې د خپل خواهش مطابق جواب اونه موندلو نو د دُعا د پاره ئې لاسونه