Book Name:Din Raat Kesay Guzarain

د فرښتو دا بدليدل د سحر او د مازيګر د لمونځونو په وختونو کښې کيږي او کوم خلق چې دا دواړه لمونځونه ادا کوي هغوئي ته دا فائده حاصليږي چې د فرښتو د بدليدو په وخت هغوئي د لمونځ په حالت کښې وي، هم دغسې د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، چې خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د شپې او ورځې فرښتې په تاسو باندې نمبر په نمبر راځي او د سحر په لمونځ او د مازيګر په لمونځ کښې يو ځائے کيږي بيا چې کومې ستاسو خوا له راغلې وي هغوئي بره خيژي نو د هغوئي رَبّ د هغوئي نه پوښتنه کوي حالانکه هغه په دوئي ښه پوهيږي چې دوئي زما بنده ګان په کوم حالت کښې پريښودل؟ فرښتې عرض کوي مونږه چې هغوئي پريښودل نو هغوئي لمونځ کولو او کله چې مونږ د هغوئي خوا له لاړو نو بيا هم هغوئي لمونځ کولو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! د سحر او مازيګر دا وختونه څومره د برکت والا دي۔ ځکه دا دواړه وختونه په نيک کارونو کښې تيروئ!

د سحر وخت څنګه تير کړے شي؟

 * کوشش کوئ چې د سحر د لمونځ د وخت شروع کيدو نه کم نه کم نيمه ګهنټه مخکښې (يعني د پيشمني په وخت) راپاڅئ، د تهجدو لمونځ ادا کړئ * په ذِکر او دُرُود کښې مصروفه شئ، په دغه وخت کښې د درودِ پاک په لوستلو، خاص طور د اِستِغفَار (مثلاً اَسْتَغْفِرُ اللہ!) په وئيلو کښې ډير برکتونه دي۔

په رِزق کښې د برکت نُسخه

يو صحابي (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) د رسول الله (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په خِدمت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! دُنيا زما نه مخ اړولے دے، خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا هغه تسبيح تاته ياده نه ده؟ کومه تسبيح چې د فرښتو ده او د کومې په برکت چې رِزق ورکولے شي، خلقِ دنيا به ستا خوا له د ذليليدو او خواريدو سره راځي، د لمر د راختلو سره 100 ځل اووايه سُبْحٰنَ اللہ وَبِحَمْدِہٖ سُبْحٰنَ اللہ الْعَظِیْمِ وَ بِحَمْدِہٖ اَسْتَغْفِرُاللہ د هغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 7 ورځې تيرې شوې وې چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! دنيا زما خوا له دومره ډيره راغلې ده، زه حيران يم چې چرته ئې اوچته کړم او چرته ئې کيږدم! ([2])


 

 



[1]...بخاری،کتاب :مواقیت الصلاۃ،باب:فضل صلاۃ العصر،صفحہ:205 ،حدیث:555۔

[2]...لسان المیزان، حرف العین، جلد:4، صفحہ:304،حدیث:5100، ملفوظات اعلیٰ حضرت، صفحہ:128۔