Book Name:Din Raat Kesay Guzarain

سُوټ بيل د دغه وخت د پاره کيږدئ، ګنې نو بيا صفا ستهرا جامې واچوئ * تازه اودس اوکړئ * خوشبو اولګوئ * او کم نه کم يوه ګهنټه د الله پاک عبادت اوکړئ، که اوغواړئ لمونځ اوکړئ، تلاوت اوکړئ، درودِ پاک اولولئ، بلکه بهتره دا ده چې يو څو عبادتونه يو ځائے کړئ مثلاً 15 منټه نفلونه اوکړئ، 15 منټه تلاوت اوکړئ، 15 منټه درودِ پاک اولولئ او په آخري 15 منټو کښې يو ديني کتاب اولولئ، د هفته وارې رسالې لوستونکې دې په ديني کار باندې عمل اوکړي، د شيخِ طريقت، اميرِ اهلسُنّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې رساله ده: انمول ہیرے کومه چې د وخت د اهميت په باره کښې ده دا اولولئ، داسې به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! ستړي کيږئ هم نه، د پوره زړه لګولو سره به يوه ګهنټه په عبادت کښې په تيرولو کښې کامياب شئ!

د دې عبادت ثواب څه دے؟ راځئ! واورئ!

د شپې د لمونځ په فضيلت باندې 3 حديثونه

(1): حضرت ابو هُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي، ما عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماته د هغه څيز په باره کښې اووائيئ، د کوم د خپلولو سره چې زه جنّت بياموم۔ اوئې فرمائيل: خوراک [په نورو باندې] اوکړه او سلام خور کړه او صِله رحمي اوکړه او د شپې چې کله خلق اوده وي نو (نفلي) لمونځ کوه، ته به د سلامتيا سره جنَّت ته لاړ شې۔ ([1]) (2): د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په جنَّت کښې داسې بالاخانې دي، د کومو بهر چې د دننه نه او دننه د بهر نه ليدے شي۔ يو اَعرابي راپاڅيدو او عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا د چا د پاره دي؟ نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د هغه چا د پاره دي، څوک چې نرمې خبرې کوي، په خلقو باندې خوراک کوي، پرله پسې روژې نيسي او د شپې چې کله خلق اوده وي نو راپاڅي او د الله پاک د پاره لمونځ کوي۔ ([2]) (3): خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابوذر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اوفرمائيل: که چرې ته د سفر اراده اوکړې نو د هغې د پاره به څه تياري کوې؟ عرض ئې اوکړو: آؤ جي۔ اوئې فرمائيل: د قيامت د سفر څه حال دے؟ اے ابوذره! آيا زه تاته د هغه څيزونو په باره کښې اونه وايم کوم چې به تاته په هغه ورځ ګټه درسوي؟ عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما مور پلار په تاسو باندې قربان! ضرور ئې اووائيئ۔ خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د قيامت د ورځې د پاره په سخته ګرمئ کښې روژه نيسه، د قبر د


 

 



[1]... مُسنَدِ امام احمد،جلد:4،صفحہ:209، حدیث:8152 ۔

[2]... تِرمذی، کتاب: صفۃ الجنۃ ، باب: ماجاء فی صفۃ  غرف الجنۃ ، صفحہ:597، حدیث:2527۔