Book Name:Din Raat Kesay Guzarain

پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او د نيکو طرفته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې د زړه نه خپل کړو، د دې په برکت سره هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په مزه مزه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د لمونځو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامې او سندرې باجې بندې شوې او د ګناهونو نه د ډک چينل په ځائے مدني چينل اولګيدو۔ ([1])

خوب مَدنی قافِلوں کی دھوم ہو                                         نیک ہو امَّت اے نانائے حسین

’’مَدنی اِنعامات‘‘ کی ہو ریل پیل                                     نیک ہو امَّت اے نانائے حسین([2])

نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کؔښې مدني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

مدني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مدني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ په دې ايپلي کيشن کښې مکمله مدني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعني په دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مدني قاعِدې په کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، په آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن په مرستې سره په آسانئ سره مدني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن په خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔ 

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د قرآنِ پاک تلاوت کول سُنَّت دي

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين: (1): زما د اُمَّت افضل عبادت د قرآن تلاوت دے ([3]) (2): څوک چې د شپې 200 آيتونه تلاوت کړي، د هغه نوم به په عبادت کوونکو کښې ليکلے شي او څوک چې د


 

 



[1]...دلوں کا چین، صفحہ:4۔

[2]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:258۔

[3]...شُعَبُ الْاِیْمان، باب:تعظیم قرآن، جلد:2، صفحہ:347، حدیث:2004 ۔