Book Name:Din Raat Kesay Guzarain

تيرې کړې، د شګې وړې وړې ذرې زمونږه په خراب حالت پسې خندا کوي، ټوقې کوي، مونږ له په دې هم څه شرم رانغلے، آه! زمونږه شپې په اوده کيدو سره په غفلت کښې تيرې شوې، ستوري پړقيدل او لکه مونږ له ئې سبق راکولو چې اوګورئ! شپه صرف د اوده کيدو د پاره نه ده، د الله پاک په ياد کښې د تيرولو د پاره ده۔

ورځ او شپه د الله پاک فضل لټوئ!

اے عاشقانِ رَسُول! الله پاک دا ورځې او شپې د دې د پاره نه دي پيدا کړي چې مونږه په دې شپو کښې بس غافله اوده شو او په ورځ کښې بس د دنيا فِکر کوو، دا ورځې او شپې، زمونږه ساه ګانې، د الله پاک راکړے شوي اربونه کهربونه نعمتونه، دا ژوند، د الله پاک د عبادت کولو، په ذِکر او فِکر کښې د مصروفه کيدو او د مرګ نه پس د هميشه والا ژوند د تيارئ د پاره دي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ جَعَلۡنَا الَّیۡلَ وَ النَّہَارَ اٰیَتَیۡنِ فَمَحَوۡنَاۤ اٰیَۃَ الَّیۡلِ وَ جَعَلۡنَاۤ  اٰیَۃَ النَّہَارِ مُبۡصِرَۃً  لِّتَبۡتَغُوۡا فَضۡلًا مِّنۡ رَّبِّکُمۡ

(پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل:12)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او مونږه ورځې او شپې دوه نخښې اوګرځولې او بيا مو د شپې نخښه ورَکه کړله او د ورځې نخښه مو ښکاره کړه د پاره د دې چې تاسو د خپل رَب فضل اولټوئ۔

د دې آيت نه معلومه شوه چې: شپې او ورځې د الله پاک 2 نخښې دي، الله پاک د شپې نخښه تياره جوړه کړه چې په دې کښې هر څيز پټيږي او ورځ ئې ښه روښانه جوړه کړه، ولې ئې جوړه کړه؟ ځکه د پاره د دې چې تاسو د خپل رَبّ فضل اولټوئ! حُجَّةُ الاِسلام امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په دې آيت شريف کښې چې د کوم فضل د لټولو حکم دے هغه هم ثواب او بخښنه ده۔ ([1])

لکه چې فرمائيلے شي! مونږه شپه هم د خپل قدرت نخښه جوړه کړه، ورځ مو هم د خپل قدرت نخښه جوړه کړه، ولې؟ د پاره د دې چې تاسو ورځ او شپه نيکئ اوکړئ، جنّت ته د بوتلونکو عملونو په ذريعه د آخِرت عظيم ثواب او د الله پاک بخښنه اولټوئ۔۔۔!!

نیکیوں میں یَارسولَ اللہ دل لگ جائے کاش!             اور گناہوں سے مجھے ہوجائے نفرت  یَا رَسول ([2])


 

 



[1]... احیاء العلوم،کتاب:ترتیب الاوراد ،باب:الاول فی فضیلۃ الاوراد ،جلد:1،صفحہ:438۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:242۔