Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

څه معنیٰ دہ؟ حضرت مَنصُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: مطلب دا دے چې الله پاک تاسو د خپلې ګيرې او ګرفت نه يروي۔

دې اوريدو سره خليفه عبد الملک بن مروان په ژړا شو، تر دې پورې چې بے هوشه شو، بيا چې کله په هوش کښې راغلے نو اوئې وئيل: په الله پاک مې دې قسم وي! څوک چې په دې آيت کښې غور او فکر اوکړي او بيا هم د خپل رَبّ نافرماني کوي، هغه د نيغې لارې نه بيخې بے لارې شوے دے۔ ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! واقعي معامله هم داسې ده، مونږه مسلمانان يو، زمونږه عقيده ده چې قيامت به قائميږي، مونږ ته پته ده او منو ئې چې د قيامت په ورځ به د يو يو عمل حساب ورکول وي، مونږه په دې هم پوهيږو چې د قيامت په ورځ به زمونږ سره هيڅ عذر نه وي، د دې باوجود مونږه ګناه اوکړو، په نافرمانيانو ولاړ يو، د توبې په لور نه ځو نو اووائيئ! زمونږ نه به غټ نادانه څوک وي؟ کاش! چې مونږ د قيامت د حساب په سخت والي پوهه شو، کاش! چې مونږ ته د الله پاک په دربار کښې د وړاندې کيدو ويره نصيب شي۔

د الله پاک په دربار کښې د وړاندې کيدو ويره

حضرت شيخ سَعدي شِيرازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په مسجد الحرام کښې بعضې خلق د  کعبۃ اللہ شریف سره نزدې په عبادت کښې مصروفه وو۔ ناڅاپه هغوئي يو کَس اوليدو چې د کعبې ديوال ته ورغاړه وتے دے او په سلګو سلګو ژاړي او د هغه په


 

 



[1]...بُستان الواعظین، صفحہ:79۔