Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

ډرامې به ئې کتلې، غوږونه به ګواهي کوي: مولیٰ! ده به زمونږ په ذريعه سندرې باجې اوريدلې، د ګنده خبرو اوريدو سره به ئې مزې اخستلې، ژبه به وائي: مولیٰ! ده به زما په ذريعه غيبت کولو، دروغ به ئې وئيل، چغلي به ئې کوله، فضول خبرې به ئې کولې، آه! په هغه وخت چې به زمونږه د بدن اندامونه زمونږ خلاف ګواهي کوي، هغه وخت به مونږ خپل ځان څنګه بچ کوو؟ په خپله صفائيئ کښې به زمونږ سره څه عُذر وي؟

آه! اے عاشقانِ رَسُول! دا زمکه، دا ورځ او دا شپه، زمونږه عملونه ليکونکې فرښتې، تر دې پورې چې زمونږه اندامونه، زمونږه سترګې، ژبې، غوږونه، لاسونه، ښپې ټول به په مونږه ګواهي کوي نو اووائيئ! د خلاصي به کومه لاره وي؟ آيا څه عذر به زمونږ سره پاتې وي؟ نه به وي خو افسوس! مونږ نه پوهيږو، مونږ نه ويريږو، مونږ آخرت هيروو، د دنيا عارضي ژوند، د دې ځائے په لږ شان عيش او عشرت خوشحاليږو، آه! خلاصے ډير ګران دے، مونږ بيا هم د ګناهونو نه نه منع کيږو۔

گناہوں کی عادت بڑھی جا رہی ہے       کرم یاالٰہی! کرم یاالٰہی!

گناہوں سے بھر پور نامہ ہے میرا       مجھے بخش دے کر کرم یاالٰہی!

تُلیں میرے اعمال میزاں پہ جس دم     پڑے اِک بھی نیکی نہ کم یاالٰہی!([1])

غټ جاهل څوک۔۔۔؟

يو ځل خليفه عبد الملک بن مروان حضرت منصور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اووئيل: اے منصوره! يوه پوښتنه ده، زه تاسو له د يو کال مهلت درکووم، د دې جواب اولټوئ! هغه       


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:110-111 ملتقطاً۔