Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

د ژوند د مقصد نه غافله دے، کله چې الله پاک د انسان د پيدا کولو اراده فرمائي نو فرښتو ته حکم کوي: د ده د رِزق او د ده د مرګ وخت اوليکه! فرښته ئې اوليکي او لاړه شي، بيا يوه بله فرښته مقرر کړے شي کومه چې د پيدا کيدو پورې د ده حفاظت کوي، بيا چې کله انسان پيدا شي نو 2 فرښتې د ده سره مقرر کړے شي کومې چې تر مرګه پورې د ده نيکئ او ګناهونه ليکي، بيا چې کله د انسان د مرګ وخت راشي نو فرښتې د آسمانونو په لور لاړې شي، بيا چې به کله قيامت راځي نو فرښتې به د بنده خوا له راشي، د ده عمل نامه به د ده په غاړه کښې واچوي، يوه فرښته به دا په زوره د حشر ميدان ته بوځي او بله فرښته به په دې ګواهي ورکوي۔ ([1])

چھپ کے لوگوں سے گناہوں کا رہا ہے سلسلہ  تیرے آگے یاخدا ہر جُرم کا اظہار ہے([2])

(5): علم نامه

د قيامت په ورځ به پينځم ګواه په مونږه باندې عمل نامه وي کومه چې کِراماً کاتبين پرله پسې ليکي، په دې عمل نامو کښې زمونږه هر وړوکے او غټ عمل درج وي، د صحابئ رسول حضرت انس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې، سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ټولې عمل نامې د عرش د لاندې دي، کله چې د قيامت ورځ شي نو الله پاک به يوه هوا اوليږي کومه چې به عمل نامې والوځوي او د چا


 

 



[1]...حلیۃ الاولیا، جلد:3، صفحہ:221، رقم:3775۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:478۔