Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

کوي: مولیٰ! ستا په عزّت مې دې قسم وي ما خو غټ ګناهونه هم کړي دي۔ الله پاک به فرمائي: ماته پته ده، ته د ټولو ګناهونو اقرار اوکړه! زه به تا اوبخښم، تاته به جنّت هم عطا کړم۔ بس بنده به د خپلو ټولو ګناهونو اقرار اوکړي، بيا به دا جنّت ته داخل کړے شي۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا به د ټولو نه کمې مرتبې والا جنّتي وي۔ ([1])

گناہگار ہوں مَیں لائقِ جہنّم ہوں        کرم سے بخش دے مجھ کو نہ دے سزا یارَبّ

برائیوں پہ پشیماں ہوں رحم فرما دے     ہے تیرے قہر پہ حاوِی تری عطا یارَبّ!

گُناہ بےعدد اور جُرم بھی ہیں لاتعداد      معاف کر دے نہ سہ پاؤں گا سزا یارَبّ! ([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                     صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د ګنهګار ناکاره دليلونه

د وعظ او نصيحت په کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې: د قيامت په ورځ به يو کَس ته د هغه عمل نامه ورکړے شي، هغه به عرض اوکړي: مولیٰ په دې کښې چې څه ليکلے شوي دي، هغه ما نه دي کړي، په دې به کِراماً کاتبين (يعني عملونه ليکونکې فرښتې) راوستے شي، بنده به عرض اوکړي: مولیٰ! دا فرښتې دي، دا ستا د حکم پابندې دي، زه به هغه ګواهان قبلووم کوم چې زما نه وي۔ الله پاک به د دې بنده ژبې ته حکم اوکړي: زما په قدرت ګويانه شه! او د حق نه سيوا نور هيڅ مه وايه۔ د بنده ژبه به


 

 



[1]...معجمِ کبیر،جلد:4،صفحہ:287،حدیث:7567۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:78ملتقطاً۔