Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

چې کله هم دوئي ته څه کار ورپيښ شي نو اوَّل غور او فِکر کوي، که په هغې کښي د الله پاک د رضا اړخ په نظر راشي نو کوي ئې او که د آخرت نقصان ويني نو د هغې نه منع شي۔ نور ئې اوفرمائيل: د قيامت په ورځ به د هغه خلقو حساب په سختئ سره اخستے شي څوک چې نن په دنيا کښې د عمل کولو په وخت غور او فِکر نه کوي او د جائزې اخستو نه بغير هر يو کار کوي، داسې به خلق ويني چې الله پاک د هغوئي د وړوکي نه وړوکے عمل شميرلے دے۔([1])

د دُعا په برکت سره وريځې راغلې!

يو ځل د حضرت مُطَرِّف بن شِخِّير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې څه خلق حاضر وو، ډيره ګرمي وه، ټول تږي شوي وو خو اوبه نه وې، هغوئي څوک د اوبو د پاره اوليږل، ډير وخت تير شو، اوبه رانغلې۔ په خلقو کښې د چا سره لږې شان اوبه موجودې وې، حضرت مُطَرِّف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغه اوبو اودس اوکړو او دوه رکعته لمونځ ئې ادا کړو او دعا ئې اوکړه، د دې په برکت سره سمدستي وريځې راغلې، باران اوشو، حضرت مُطَرِّف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د هغوئي ملګرو ښه ډيرې اوڅکلې او تنده ئې ماته کړه۔ وروستو چا پوښتنه اوکړه: عالي جاه! تاسو دا مرتبه څنګه بياموندله؟ اوئې فرمائيل: زه خپله عمل نامه خپلې مخې ته ګيږدم (يعني په خپلو عملونو باندې غور کووم) او شپه ورځ په دې تَصَوُّر کښې اوسم چي لکه قيامت راغلے دے او زه د الله پاک په بارګاه کښې خپله عمل نامه لولم۔ ([2])


 

 



[1]...فیضانِ احیاءُالعلوم، صفحہ:103بتغیر۔

[2]...بُستانُ الواعظین، صفحہ:97۔