Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې آيت تلاوت اوکړو:

یَوْمَىٕذٍ تُحَدِّثُ اَخْبَارَهَاۙ(۴) (پارہ:30،سورۂ زِلْزَال: 4)

ترجمۀ کنزُ الايمان: په دغه ورځ به دا (يعني زمکه) خپل احوال تيروي (يعني خبرې کوي)۔

بيا فرمائي: تاسو ته پته ده چې د دې (زمکې خبرونه څه دي؟ صحابۀ کرامو
عَلَیْهِمُ الرِّضْوَان عرض اوکړو: د الله پاک او د هغه رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښه پوهيږي۔ خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د زمکې خبرونه دا دي چې زمکه به په هر نارينه او هره زنانه باندې د هغوئي د عملونو ګواهي ورکوي کوم چې دوئي د دې په شا کړي وي، هغه به وائي: ده په فلانکئ ورځ دا عمل اوکړو او هغه په فلانکئ ورځ دا عمل اوکړو، د دې خبرونه دي۔ ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! دا زمکه به د قيامت په ورځ ګواهي ورکوي، ځکه په دې احتياط کول پکار دي، مونږ له پکار دي چې مونږه زمکه د خپلو نيکو ګواه جوړه کړو، په زمکه لمونځونه اوکړو، ذِکرُ الله اوکړو او زمکه، دا ونې، کانړي، د زمکې ذرې د خپلو نيکو عملونو ګواه جوړې کړو۔

لاره به دې د ذِکرُ الله ګواه جوړه کړې وه

يو بزرګ تير شوے دے: حضرت اَبُو المَلِيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔ د هغوئي عادت مبارک وو چې چرته به تللو نو په لاره به ئې ذِکرُ الله کولو، که چرې به ترې ذِکرُ الله هير شو نو واپس به راتلو


 

 



[1]...ترمذی ابواب صفۃ القیامۃ، صفحہ:577، حدیث:2429۔