Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

ګواهان وي، مونږ چې د ورځې په رنړا کښې کوم کارونه کړي وي يا د شپې په تياره کښې مو کړي وي دا به ټول وائي، هم ځکه په حديثِ پاک کښې دي، د رسولانو سالار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هره ورځ چې کله راځي نو دا اعلان کوي: اے اِبنِ آدم! زه ستا سره نوے مخلوق يم، نن چې ته په ما کښې کوم عمل کوې زه به د قيامت په ورځ د هغې ګواهي ورکووم، ته په ما کښې نيکي اوکړه چې زه ستا د نيکئ ګواهي ورکړم، زما د تللو نه پس به چرې هم ما اونه وينې۔ رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور اوفرمائيل: شپه چې کله راځي، هغه هم داسې اعلان کوي۔ ([1])

دن رات مسلسل ہے گناہوں کا تَسَلسُل    کچھ تم ہی کرو نا یہ نُحُوست نہیں جاتی

گو پیشِ نظر قبر کا پُرھول گڑھا ہے        افسوس! مگر پھر بھی یہ غفلت نہیں جاتی([2])

(4): کِراماً کاتبين

د قيامت په ورځ به په مونږ باندې څلورم ګواه زمونږه عملونه ليکونکې فرښتې کِراماً کاتبين وي۔ الله پاک فرمائي:

وَ اِنَّ عَلَیْكُمْ لَحٰفِظِیْنَۙ(۱۰) كِرَامًا كَاتِبِیْنَۙ(۱۱) یَعْلَمُوْنَ مَا تَفْعَلُوْنَ(۱۲) (پارہ:30،سورۂ انفطار:10تا12)

ترجمۀ کنزُ الايمان: او بے شکه په تاسو باندې څه نګهبانې (مقرر) دي مُعزّزه ليکونکې چې پوهيږي څه چې تاسو کوئ۔

په غيبو پوهيدونکے آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: انسان


 

 



[1]...حلیۃ الاولیا، جلد:2، صفحہ:344، رقم:2501۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:382ملتقطاً۔