Book Name:Shan e Ameer Hamza
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ سَيِّدُ الشُّهَداء (يعني د شهيدانو سردار) دے، هغوئي په غزوۀ اُحد كښې شهيد شوي دي، د غزوۀ اُحد د شهيدانو په شان كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
فَرِحِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖۙ-وَ یَسْتَبْشِرُوْنَ بِالَّذِیْنَ لَمْ یَلْحَقُوْا بِهِمْ مِّنْ خَلْفِهِمْۙ-اَلَّا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَۘ(۱۷۰) (پارہ:4،سورۂ آل عمران:170)
[مفهوم]ترجمۂ کَنْز العِرْفان:(هغوئي) په دې باندې خوشحاله دي كوم چې الله هغوئي ته د خپل فضل نه وركړي دي او شاته (پاتي كيدونكو) خپلو ورونړو باندې خوشحاله دي كوم چې لا د دوئي سره نه دي ميلاو شوي او نه به په دوئي څه ويره وي او نه به غمژن شي.
د دې آیت لاندې په تفسیر صراطُ الجنان كښې دي: په دې آيت كښې د شُهدائے كرامو مُتَعَلِّق بيان دے چې الله پاك په هغوئي باندې فضل و كرم كړے دے، انعامونه او احسانونه ئې پرې كړي دي، د مرګ نه پس ئې ورته اعلٰـى ژوند عطا كړے دے، هغوئي ته ئې خپل قُرب عطا كړے دے، د جنَّت رزق او اعلٰـى نعمتونه ئې ور عطا كړي دي، هغوئي ته د شهادت توفيق وركړے دے، شُهدائے كرام د دې ټول نعمتونو خوشحالئ مناوهي.[1]