Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

باندې ډيره تَوَجُّه وركوي، زمونږ بدن ته هره ورځ د څومره خوراك حاجت دے؟ څومره كلو ضروري دے، جسماني طور كمزوري راشي نو د ډاكټر خوا له ځو، خلق خپل بدن چُست ساتلو د پاره ورزش هم كوي او بدن برابر ساتلو د پاره ويټ لفټنګ (Weightlifting) هم كوي. 

      پخپله خپل بدن تندُرُست ساتلو كوشش كول بد نه دي، البته دا د سوچ خبره ده چې آيا دا ټول مونږه د زړه په مُعامَله كښې هم كوو؟ آيا كله مونږه سوچ كړے دے چې زمونږه زړه تندُرُست دے او كه نه؟ چرته مونږه باطني طور خو ناجوړه نه يو؟ چرته زمونږ په زړه كښې حَسَد، تَكَبُّر، بُغض، كينه وغيره اِيمان بربادوونكي بيمارئ خو نه دي پيدا شوي؟ په افسوس سره عرض كيږي چې عام طور دې طرف ته تَوَجُّه نه وركړے كيږي. حالانكه اصل ژوند خو د زړه ژوند دے. چا ډير ښه وئيلي دي:

دِلِ مُردَہ دِل نہیں، اسے زِندہ  کر  دوبارہ           یہی  ہے  اُمّتوں  کے  مرضِ  کُہُن  کا  چارہ

    مطلب: دا دے چې د قومونو د اصل بيمارئ علاج دا دے چې د هغوئي زړه ژوندے كړے شي.

انسان د دوو څيزونو د مجموعے نوم دے

      ياد لرئ! انسان د دوو څيزونو د مجموعے نوم دے: (1) بدن (2) روح. خالي روح وي، بدن نه وي نو هغې ته انسان نه شي وئيلے. دغه شان خالي