Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

اووئيل:دا د دُعا د قبليدو وخت دے، د الله پاك نه چې څه غواړې اوغواړه! زما دغه ملګري دُعا اوغوښتله: يا الله پاكه! ما ته دينار (د سرو زرو سِكه) ميلاؤ شي.

     هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې ځائ نه چې فارغه شوم نو زه د خپل پيرومُرشِد حضرت ابُو الحسن شاذلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شوم، هغه كس هم زما سره وو، له څه خبره مو كړي هم نه وه چې د هغې نه مخكښې شيخ ابُو الحسن شاذلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه كس ته اوفرمائيل: اے كم هِمَّته! د دُعا د قبليدلو وخت وو او تا صرف يو دينار اوغوښتلو، تا د ابُوالعبَّاس په شان د دُنيا او آخرت كښې د عفو او عافيت سوال ولې اونكړو.[1]

د دُعا يو ادب

       اے عاشِقانِ رسول! معلومه شوه چې د الله پاك نيك بندګانو په خدمت كښې حاضري وي، مزاراتِ اولياء ته مو تلل نصيب شي او د دې نه علاوه چې كله هم دُعا غواړئ نو په فراخه زړه سره دُعا غوښتل پكار ده، د الله پاك په خزانو كښې څه كمے نشته، هغه رحمٰن و رحيم دے، الله پاك وَهَّاب (يعني ډير عطا كوونكے) دے، كله چې د الله پاك نه غواړئ نو بنده ولے شرميږي؟ دوه څلور پيسے، د يو څو وخته خوراك يا يو معمولي خواهش ولې


 

 



[1]...مرقاۃ المفاتیح، کتاب الزکاۃ، جلد:4، صفحہ:315، تحت الحدیث:1855۔