Book Name:Shan e Ameer Hamza
ښكلے عجيبه شان دے، هغوئي شيخ محمود رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د سلام جواب وركړو، دا يو كرامت دے، د شيخ محمود رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بي بي محترمه په اُمِّيد سره وه، د هغې علم لرل دويم كرامت دے او د ځوئ پيدا كيدو خبر وركول چې هلك به پيدا كيږي دا دريم كرامت دے.
عَلَّامه سمهودي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د مزار مبارك خاوره خاكِ شِفا ده، د پخوانئ زمانے نه د نيك خلقو طريقه ده چې د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د مزار مبارك خاوره وړي او هغه د دوائې په طور استعمالوي.[1]
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ليدل شوي دي چې هغوئي د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د مزار مبارك خاوره په سلائې كښې په خپلو سترګو كښې [د رانجو په شان] لګوي.
الله پاك دې مونږ ته هم د صحابۀ كرامو عشق و ادب ته را نصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم