Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

     د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كله چې ستا ورونړه [يعني صحابۀ كرام رَضِیَ اللهُ عَنْهُم] په غزوۀ اُحد كښې شهيد شو نو الله پاك د هغوئي روحونه په شنو مرغو كښې كيښودل، هغوئي په جنَّتـي نهرونو باندې تيريږي، د جنَّتي باغونو ميوے خوري او د عرش په سوري كښې د سرو زرو په فانوسونو كښې آرام كوي، كله چې هغوئي دا نعمتونه اوليدل نو اوئې وئيل: كاش! زمونږه ورونړو ته معلوم وے چې الله پاك مونږ ته څه څه نعمتونه راكړي دي. په دې باندې الله پاك اوفرمائيل: ستاسو له طرفه زه دا زيرے ستاسو ورونړو ته رَسَووم، بيا الله پاك ارشاد اوفرمائيل:   

وَ  لَا  تَحْسَبَنَّ  الَّذِیْنَ  قُتِلُوْا  فِیْ  سَبِیْلِ  اللّٰهِ  اَمْوَاتًاؕ-بَلْ  اَحْیَآءٌ  عِنْدَ  رَبِّهِمْ  یُرْزَقُوْنَۙ(۱۶۹)

(پارہ:4،سورۂ آل عمران:169)

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او څوك چې د الله په لاره كښې شهيد شي، هيڅ كله هغوئي مړي مه خيال كوئ بلكه هغوئي د خپل ربّ خوا ته ژوندي دي، هغوئي ته رزق وركړے كىږي.[1]

       اے عاشِقانِ رسول! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تره مبارك حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  ته الله پاك د شهادت اوچته مرتبه عطا كړي ده، الله پاك


 

 



[1]...مسند احمد، مسند بنی ہاشم، جلد:2، صفحہ:165، حدیث:2430۔