Book Name:Shan e Ameer Hamza
په مُعَجم كبير كښې دي: د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په هغه ذات مې دې قَسَم وي د چا په قبضه كښې چې زما ځان دے! بيشكه په ووم آسمان ليك دي: حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَسَدُ اللهِ وَأَسَدُ رَسُوْلِهِ یعني حضرت حمزہ بن عبد المُطَّلِب د اللہ او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ازمرے دے.[1]
وہی شیر ہیں خُدا کے اور شیر مصطفےٰ کے ہیں مُحِبِّ حبیبِ داور آقا امیر حمزہ!
ترجمه: حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د الله پاك او د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ازمرے دے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبوب هم دے.
حضرت حمزه په جنَّت كښې ډډه لګولي وه
د حضرت عبدُ الله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د شپے زه جنَّت ته داخل شوم نو اومې ليدل چې حضرت اَميرِ حمزه (رَضِیَ اللهُ عَنْهُ) د خپلو دوستانو سره موجود وو.[2]
په روايت كښې دي، فرمائي: د شپې جنَّت ته داخل شوم نو اومې ليدل