Book Name:Shan e Ameer Hamza
اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ(۶۱)
(پارہ:20،سورۂ قصص:61)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: نو آيا هغه د چا سره چې مونږه ښه وعده كړي ده، هغه به ورته ميلاو شي په شان د هغه څه چا ته چې مونږه په دُنياوي ژوند كښې فائده وركړي ده بيا به د قيامت په ورځ قيد كړے حاضر كړے شي.
په دې آيتِ كريمه كښې دوه انسانان دي: (1) يو هغه د چا سره چې الله پاك د جنَّت وعده فرمائيلي ده، هغه به ضرور جنَّت ته ځي او (2) دويم هغه چا ته چې دُنياوي مال وركړے شوے دے، بيا به د قيامت په ورځ هغه قيد كړے حاضر كړے شي، آيا دا دواړه برابر كيدے شي؟ هيڅ كله نه شي كيدے. مُفَسِّرينِ كِرام فرمائي: دا آيتِ كريمه هم د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ او ابُوجهل مُتَعَلِّق نازل شوے دے، په دې آيتِ كريمه كښې هغه انسان د چا سره چې الله پاك د جنَّت فرمائيلي ده، د دې نه مراد حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ دے، او هغه كس چا ته چې دُنياوي مال وركړے شو خو د قيامت په ورځ به هغه قيد كړے راويستے شي، د دې نه مراد ابُوجهل دے.[1]